Skip to content

«د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي».

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي».

«لَا يَمْنَعَنَّ رَجُلًا مِنْكُمْ مَخَافَةُ النَّاسِ أَنْ يَتَكَلَّمَ بِالْحَقِّ إِذَا رَآهُ أَوْ عَلِمَهُ».

او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته خطبه وویله او له هغو سپارښتنو څخه چې خپلو ملګرو ته یې وکړې دا وه چې د خلکو وېره، او ځواک دې یو مسلمان د حق له ویلو یا پرې له امر کولو څخه منع نه کړي، کله چې حق وویني او یا پرې پوه شي».

د حديث له ګټو څخه

د حق په ښکاره کولو ټېنګار او دا چې د خلکو له وېرې باید پټ نه کړای شي.

د حق ویلو معنی دا نه ده چې په ویلو کې یې ادب مراعات نه شي، او یا په کې حکمت او نیکې وینا ته پام ونه شي.

د نارواوو منع کول واجب دي، او دا چې د الله تعالی حق ته د هغو خلکو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي چې ورسره په ټکر کې دي.

مراجع
نور (3)

جامع الترمذي (4/ 53) (2191).

سنن ابن ماجه (5/ 141) (4007).

د امام أحمد مسند (17/ 490) (11403).