له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
له شريح بن هاني څخه روايت دی وايي چې:
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
سَأَلْتُ عَائِشَةَ، قُلْتُ: بِأَيِّ شَيْءٍ كَانَ يَبْدَأُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ بَيْتَهُ؟ قَالَتْ: بِالسِّوَاكِ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې د ورځې او شپې پر مهال به چې هر وخت کې کور ته ننوت، نو پېل به یې په مسواک کاوه.
په ټولو وختونو کې په عامه توګه د مسواک کارولو مشروعیت، او په ځینو وختونو کې پرې شریعت زیات ټینګار کړی لکه: کور ته د ننوتلو پر مهال، د لمانځه په وخت کې، د اودس کولو په وخت کې، له خوب څخه له راویښېدو وروسته، او کله چې خوله بدبویه شي.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حالاتو او د هغه د سنتو عملي کولو ته د تابعینو د لیوالتیا بیانول، تر څو یې پيروي وکړي.
علم باید له علماوو او هغه چا څخه واخیستل شي چې زیات پوهېږي، لکه څنګه چې له عاېشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالت په اړه پوښتنه وشوه، کله به چې کور ته ننوت.
له خپلې کورنۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک برخورد، چې خپله خوله به یې کور ته د ننوتو پر مهال پاکوله.
نور (7)
صحيح مسلم (1/ 220) (253).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 341).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 851).
المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج.
النووي (3/ 144).