«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي»
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
«په جماعت سره ستاسو د یو کس لمونځ په یوازې لمونځ کوونکي پنځه ویشت برخې زیات فضیلت لري، او د سهار په لمانځه کې د شپې او د ورځې ملايکې راټولېږي» بیا به ابو هریره ويل: که وغواړئ دا تلاوت کړئ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78] یعنې: (بېشكه د سهار قرائت ته شاهدي ورکول کېږي (ملايکې حاضرېږي).
«تَفْضُلُ صَلاَةُ الجَمِيعِ صَلاَةَ أَحَدِكُمْ وَحْدَهُ، بِخَمْسٍ وَعِشْرِينَ جُزْءًا، وَتَجْتَمِعُ مَلاَئِكَةُ اللَّيْلِ وَمَلاَئِكَةُ النَّهَارِ فِي صَلاَةِ الفَجْرِ» ثُمَّ يَقُولُ أَبُو هُرَيْرَةَ: فَاقْرَءُوا إِنْ شِئْتُمْ: {إِنَّ قُرْآنَ الفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا} [الإسراء: 78].
رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړه چې د یو سړي اجر او ثواب د امام سره په جماعت لمانځه کې د پنځه ویشتو هغو لمونځونو څخه غوره دی چې هغه یې په خپل کور یا بازار کې یوازې کوي، بیا يې یادونه وکړه چې د شپې او ورځې ملائکې د سهار په لمانځه کې سره یوځای کېږي، بیا ابو هریره رضی الله عنه د دې خبرې لپاره د دلیل په توګه وویل: که خوښ ګڼئ نو (د الله تعالی دا قول ولولئ): [یقینا لمونځ دسبا ته حاضرېدلی شي ( ملاېکې)] [الإسراء سورت: 78 آیت]، يعنې د سهار لمانځه ته د شپې او ورځې ملائکې دواړه حاضرېږي.
ابن حجر ویلي: په جومات کې د جماعت سره لمونځ په کور او یا بازار کې په جماعت او یا انفرادي توګه لمانځه (په ثواب) کې زیاتوالی لري، ابن دقیق العید ویلي دي.
پدې (حدیث کې) د سهار د لمانځه فضیلت دی؛ ځکه چې ملایکې پکې راټولېږي.
ابن باز ویلي: مؤمن ته ښایي چې د دې لوی خېر د ترلاسه کولو لپاره په جماعت سره په لمانځه کولو ټینګار وکړي که څه هم یې کور لرې وي.
نووي د روايتونو د جمع کولو په اړه ویلي چې د جماعت لمونځ د انفرادي لمانځه څخه پنځه ويشت درجې غوره دی، او بل يې اووه ويشت درجې: نو د دې روایتونو د جمعې لپاره درې وجوهات دي: لومړی: دا چې هېڅ تضاد نشته، ځکه د کوچني (عدد) یادونه لوی عدد نه ردوي او د اصول پوهانو په نظر د شمېر مفهوم باطل دی. دویم: دا چې هغه لومړی د لږ عدد په اړه خبر ورکړ، بیا الله تعالی هغه ته د زیات ثواب په اړه خبر ورکړ، نو هغه یې په اړه (امت ته) خبر ورکړ. دریم: دا د عبادت کوونکو او لمونځ کوونکو حالاتو او لمانځه ته په لېدو توپير لري، نو د ځینو لپاره پنځه ویشت درجې دي، او د نورو لپاره اووه ويشت درجې، د لمانځه کمال، هیئت، خشوع، د جماعت لوی والی، د جماعت کوونکو او ځای فضیلت او داسې نورو ته په لیدو توپیر لري. و الله اعلم.
نور (6)
صحيح البخاري (1/ 131) (648).
صحيح مسلم (1/ 450) (649).
تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان.
لعبد الرحمن آل سعدي (ص464).
توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.
لعبد الله البسام (2/ 210).