"د خوندونو له منځه وړونکی ډېر یادوئ"، یعنې مرګ.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"د خوندونو له منځه وړونکی ډېر یادوئ"، یعنې مرګ.
«أَكْثِرُوا ذِكْرَ هَادمِ اللَّذَّاتِ» يَعْنِي الْمَوْتَ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرګ پر یادونې ټېنګار کوي ځکه چې په یادولو سره یې انسان ته آخرت یادېږي، او مینه یې په زړه کې د دنیا خوندونه ویجاړوي، په ځانګړې توګه حرام خوندونه.
مرګ د دنیا خوښۍ له منځه وړي، خو مؤمن د آخرت خوندونو او د جنت مزو او هغو لویو ښېګڼو ته انتقالوي چې په جنت کې به یې تر لاسه کوي.
د مرګ یادونه او هغه څه چې ترې وروسته راځي د توبې، ګناه پریښودلو او د آخرت لپاره د چمتووالي اسباب دي.
نور (4)
جامع الترمذي (4/ 141) (2307).
سنن النسائي (4/ 4) (1824).
سنن ابن ماجه (5/ 326) (4258).
ذخيرة العقبى في شرح المجتبى (18/ 219).