Skip to content

«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».

له ابو ذر، جُندب بن جُنادة، او ابو عبدالرحمن، معاذ بن جبل رضی الله عنهما نه روایت دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«د الله څخه وېره کوه هر چېرې چې یې، او د بد عمل پسې ښه عمل کوه چې له منځه یې وړي، او له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه».

«اتَّقِ اللَّهَ حَيْثُمَا كُنْت، وَأَتْبِعْ السَّيِّئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا، وَخَالِقْ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ».

الترمذي روایت کړی دی
حديث قال الترمذي: حديث حسن
تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم په درې شيانو امر کوي: لومړی: د الله تعالی څخه وېره، یعنې د واجب کارونو ترسره کول او له حرامو ځان ساتل، په هر ځای، هر وخت او هر حال کې که پټ وي که ښکاره، که روغ وي یا په ازمېښت کې، او داسې نور. دویم: که کومه ګناه درڅخه وشوه، نو وروسته پسې نیکي وکړه — لکه لمونځ، صدقه، نیکي، خپلوي پالنه، توبه او داسې نور — نو دا ګناه له منځه وړي. درېیم: له خلکو سره په ښه اخلاقو چلند کوه، لکه پر وړاندې یې موسکا کول، مهرباني او نرمي ښودل، نېکي کول او د زیان رسولو مخنیوی.

د حديث له ګټو څخه

الله عزوجل بندگانو باندې په خپل رحمت، بخښنې او عفوې فضل كړی دی.

حدیث د دریو حقونو یادونه کړې ده: د الله حق له هغه څخه په وېرېدلو، د نفس حق له بدیو وروسته د نېکیو په ترسره کولو کې، او د خلکو حق له هغوی سره په ښو اخلاقو چلند کې.

له بدیو وروسته نېکیو کولو ته هڅوونه او ښه اخلاق د تقوا له ځانګړتیاوو څخه دي، او په ځانګړې توګه یې یادونه د وضاحت لپاره شوې ده.

مراجع
نور (8)

الأربعين النوويه (ص100) (ح18).

جامع الترمذي (3/ 526) (1987).

التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية.

لإسماعيل الأنصاري (ص40).

شرح الأربعين النووية.

لابن عثيمين (ص195).

فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين.

لعبد المحسن البدر (ص67).