Skip to content
د سورتونو لړليک /

الجُمعَة

الجُمعَة is chapter ٦٢ of the Quran and has ١١ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

11 آيتونه د سورت شمېره ٦٢
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ ٱلۡمَلِكِ ٱلۡقُدُّوسِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د الله پاكي وايي، كوم چې پاچا، ډېر پاك، برلاسى او حکمت والا دى.

هُوَ ٱلَّذِي بَعَثَ فِي ٱلۡأُمِّيِّـۧنَ رَسُولٗا مِّنۡهُمۡ يَتۡلُواْ عَلَيۡهِمۡ ءَايَٰتِهِۦ وَيُزَكِّيهِمۡ وَيُعَلِّمُهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحِكۡمَةَ وَإِن كَانُواْ مِن قَبۡلُ لَفِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ

همغه دى چې په اميانو(نالوستو) كې يې په خپله هغوى څخه يو داسې رسول ولېږه چې د هغه ايتونه ورباندې لولي، پاكوي يې او كتاب او حكمت ورزده كوي، كه څه هم له دې مخکې هغوی په ښكاره بې لاريتوب كې وو.

وَءَاخَرِينَ مِنۡهُمۡ لَمَّا يَلۡحَقُواْ بِهِمۡۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ

او له هغوى (اميانو) څخه پرته نورو ته (يې هم لېږلى) چې لا نه دي ورسره يوځاى شوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ

دا د الله فضل دى، چاته يې چې خوښه شي وركوي يې او الله د ستر فضل څښتن دى.

مَثَلُ ٱلَّذِينَ حُمِّلُواْ ٱلتَّوۡرَىٰةَ ثُمَّ لَمۡ يَحۡمِلُوهَا كَمَثَلِ ٱلۡحِمَارِ يَحۡمِلُ أَسۡفَارَۢاۚ بِئۡسَ مَثَلُ ٱلۡقَوۡمِ ٱلَّذِينَ كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِۚ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ

د هغو خلكو بېلګه چې د تورات ذمه واري پرې اچول شوې وه خو بيايې عمل پرې و نه کړ، د خره غوندې ده چې كتابونه په شا وړي، د هغو خلكو (ډېره) بده بېلګه ده كوم چې د الله ايتونه درواغ ګڼي او الله ظالمانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.