Skip to content
د سورتونو لړليک /

الصَّف

الصَّف is chapter ٦١ of the Quran and has ١٤ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

14 آيتونه د سورت شمېره ٦١
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ

په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه برلاسى حکمت والا دی.

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفۡعَلُونَ

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟

كَبُرَ مَقۡتًا عِندَ ٱللَّهِ أَن تَقُولُواْ مَا لَا تَفۡعَلُونَ

د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.

إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِهِۦ صَفّٗا كَأَنَّهُم بُنۡيَٰنٞ مَّرۡصُوصٞ

بېشكه الله له هغو کسانو سره مينه لري چې د هغه په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي لكه چې هغوى كلا كړل شوى (پوخ) دېوال وي.

وَإِذۡ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوۡمِهِۦ يَٰقَوۡمِ لِمَ تُؤۡذُونَنِي وَقَد تَّعۡلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُمۡۖ فَلَمَّا زَاغُوٓاْ أَزَاغَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمۡۚ وَٱللَّهُ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلۡفَٰسِقِينَ

او هغه وخت (ياد كړئ) چې موسى خپل قوم ته وويل: ولې مې ځوروئ حال دا چې ښه پوهېږئ زه تاسي ته د الله رسول يم، خو كله چې هغوى كاږه شول نو الله يې زړونه (نور هم) كاږه كړل او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.