Skip to content
د سورتونو لړليک /

الدُّخان

الدُّخان is chapter ٤٤ of the Quran and has ٥٩ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

59 آيتونه د سورت شمېره ٤٤
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

حمٓ

حم

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

وَٱلۡكِتَٰبِ ٱلۡمُبِينِ

په (دې) څرګند كتاب قسم.

إِنَّآ أَنزَلۡنَٰهُ فِي لَيۡلَةٖ مُّبَٰرَكَةٍۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ

چې بېشکه هغه مو په يوه بركتي شپه كې نازل كړى، په رېښتيا موږ وېرونكي يو.

فِيهَا يُفۡرَقُ كُلُّ أَمۡرٍ حَكِيمٍ

په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي.

أَمۡرٗا مِّنۡ عِندِنَآۚ إِنَّا كُنَّا مُرۡسِلِينَ

زموږ لخوا حكم شوى، بېشكه موږ د رسولانو لېږونكي يو.