Skip to content
د سورتونو لړليک /

الفِيل

الفِيل is chapter ١٠٥ of the Quran and has ٥ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

5 آيتونه د سورت شمېره ١٠٥
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصۡحَٰبِ ٱلۡفِيلِ

ايا ودې نه ليدل چې ستا پالونکي د فيل پر څښتنانو څه وکړل.

أَلَمۡ يَجۡعَلۡ كَيۡدَهُمۡ فِي تَضۡلِيلٖ

آيا د هغوی چل يې ور شنډ نه کړ.

وَأَرۡسَلَ عَلَيۡهِمۡ طَيۡرًا أَبَابِيلَ

او سېل سېل مرغان يې پرې ور واستول.

تَرۡمِيهِم بِحِجَارَةٖ مِّن سِجِّيلٖ

هغوی به د پخې شوې خټې پر ډبرو وېشتل.

فَجَعَلَهُمۡ كَعَصۡفٖ مَّأۡكُولِۭ

چې د خوړل شويو وښو غوندې يې کړل.