Skip to content

پوښتنه: ستا رب څوک دی؟

الباب / الفصل
قسم العقيدة

السؤال

۱. پوښتنه: ستا رب څوک دی؟

الجواب

ج – زما رب الله هغه ذات دی چې زه او ټول مخلوقات یې په خپلو نعمتونو پاللي یو

اودلیل: د الله تعالی وینا ده:

﴿الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ 2﴾ ټول (د کمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونکى دى

[سورة الفاتحة: 2].

ج:زما رب الله دی؛ هغه ذات چې زه او ټول مخلوقات يې په خپلو نعمتونو پاللي يو، هغه مې معبود دی چې له هغه پرته مې هيڅ بل معبود نشته، هغه پيداکوونکی، څښتن، روزي ورکوونکی او د ټولو کايناتو مدبر دی.

اودلیل: د الله تعالی دا وینا ده:

(ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی).

[الفاتحة سورت: 2 ایت].