Skip to content

«هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».

له سلمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:

مشرکینو مونږ ته وویل چې: زه ستاسې ملګری وینم چې تاسو ته حتی د قضای حاجت زده کړه درکوي، هغه وویل: هو همداسې ده هغه موږ منع کړي یو چې زمونږ څخه دې یو تن په ښي لاس استنجا وکړي، یا دا چې د حاجت پر مهال قبلې ته مخ کړي، او لدې یې منع کړې چې یو څوک ځان په خوشایي او هډوکي پاک کړي او فرمایلي یې دي چې: «هېڅوک باید له درې لوټو نه په کمو ځان وچ نه کړي».

قَالَ لَنَا الْمُشْرِكُونَ: إِنِّي أَرَى صَاحِبَكُمْ يُعَلِّمُكُمْ حَتَّى يُعَلِّمَكُمُ الْخِرَاءَةَ، فَقَالَ: أَجَلْ، إِنَّهُ نَهَانَا أَنْ يَسْتَنْجِيَ أَحَدُنَا بِيَمِينِهِ، أَوْ يَسْتَقْبِلَ الْقِبْلَةَ، وَنَهَى عَنِ الرَّوْثِ وَالْعِظَامِ وَقَالَ: «لَا يَسْتَنْجِي أَحَدُكُمْ بِدُونِ ثَلَاثَةِ أَحْجَارٍ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

سلمان فارسي رضي الله عنه ویلي چې: مشرکانو به موږ ته په ریشخند سره ویل: ستاسو نبي تاسو ته هر شی ښودلی دی، تر دې چې څنګه د تشو او ډکو متیازو پر مهال حاجت رفع کړئ! سلمان وویل: هو، مونږ ته یې د قضای حاجت آداب ښوولي؛ لدې څخه یو دا دی چې هغه صلی الله علیه وسلم مونږ له دې منع کړي یو چې له قضای حاجت نه وروسته په ښي لاس سره ځان پاک کړو ترڅو له نجاست څخه وساتل شو او د لاس درناوی وساتل شي، یا دا چې کعبې لور ته د تشو او ډکو متیازو پر مهال مخ کړو، او لدې یې منع فرمایلې ده چې څوک د څارویو په خوشایو، فاضله موادو او هډوکو ځان وچ کړي، او دا چې حاجت رفع کوونکی په ځان پاکوونه کې له دریو کاڼو په کمو بسنه ونه کړي.

د حديث له ګټو څخه

د اسلامي شریعت بشپړتیا؛ په هر هغه څه کې چې انسانان ورته اړتیا لري.

د حاجت رفع کولو او استنجاء د ځینې آدابو بیان.

دقضای حاجت پرمهال قبلې لور ته کښېناستل حرام دي؛ دلیل یې حدیث دی چې وایي: (نهانا) یعنې موږ یې منع کړي یو، او نهي په اصل کې د تحریم لپاره وي.

ښي لاس ته د درناوي په موخه په ښي لاس له استنجاء یا ځان وچونې ممانعت.

پر چپ لاس د ښي لاس غوره والی؛ ځکه چې چپ لاس د ناپاکیو او کثافاتو د پاکولو لپاره کارول کېږي، او ښی لاس د نورو کارونو لپاره دی.

په اوبو او یا کاڼو سره د ناپاکۍ لرې کول واجب دي، برابره خبره ده که ناپاکي لږه وي او یا ډېره.

له دریو څخه په کمو کاڼو د اودس وچونې ممانعت؛ ځکه غالبا له دریو څخه لږ کاڼي نجاست نه پاکوي.

هر هغه څه چې مطلوب پاکوالی پرې رامنځته کېږي کارول یې روا دي، په ځانګړې توګه یې د کاڼو یادونه ځکه وکړه چې غالبا یې خلک کاروي او هغه څه چې د معمول په توګه کارول کېږي (د یو ډول تخصیص) پکې مفهوم نه لري.

په تاق شمېر اودس وچول مستحب دي، نو کله چې په څلورو پاکوالی رامنځته شي ورته روا دي چې پنځمه هم وکاروي او همداسې نور؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده چې فرمایي: (څوک چې اودس ماتی کوي نو په تاق شمېر دې وکړي).

په خوشایي سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې د جنیاتو د څارویو خواړه دي.

په هډوکو سره د ځان پاکولو ممانعت؛ ځکه چې یا خو ناپاک دي او یا دا چې په خپله د پېریانو خواړه دي.

مراجع
نور (15)

صحيح مسلم (1/ 224) (262).

مشارق الأنوار على صحاح الآثار.

عياض بن موسى اليحصبي السبتي.

معجم اللغة العربية المعاصرة.

أحمد مختار عبد الحميد عمر بمساعدة فريق عمل.

توضيح الأحكام شرح بلوغ المرام.

عبد الله بن عبد الرحمن البسام.

تسهيل الإلمام بفقه الأحاديث من بلوغ المرام.

صالح بن فوزان بن عبد الله الفوزان.

فتح ذي الجلال والإكرام شرح بلوغ المرام.

محمد بن صالح العثيمين.

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

عبد الله صالح الفوزان.

شرح سنن أبي داود.

عبد المحسن بن حمد بن عبد المحسن العباد.