Skip to content

«قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».

ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:

«قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».

«لاَ تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى تُقَاتِلُوا اليَهُودَ، حَتَّى يَقُولَ الحَجَرُ وَرَاءَهُ اليَهُودِيُّ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي تر څو مسلمانان او یهود یو له بل سره ونه جنګيږي. تر دې چې کله یهودي وتښتي تر څو د تېږي شاته له مسلمانانو څخه پټ شي؛ نو الله تعالی به تیږه ګویا کړي او مسلمان ته به غږ وکړي چې شاته یې یهودي دی، تر دې چې ورشي او ویې وژني.

د حديث له ګټو څخه

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځینو غیبو او راتلونکي په اړه پوهه، د هغه څه له مخې چې الله تعالی یې په اړه خبر ورکړی وي، او دا چې خامخا به تر سره کیږي.

په آخره زمانه کې د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ نخښته، او دا د قیامت له نښانو څخه ده.

تر قيامته پورې د اسلام د دين بقا او پر ټولو دينونو یې برلاسيتوب.

د الله تعالی په مرسته مسلمانانو ته پر دښمن بریا ورکول؛ چې له جملې څخه یې په وروستۍ زمانه کې د ډبرې خبرې کول دي.

مراجع
نور (3)

صحيح البخاري (4/ 42) (2926).

صحيح مسلم (4/ 2238) (2921).

عمدة القاري (14/199) الكوكب الوهاج شرح صحيح مسلم (26/198).