Skip to content
د سورتونو لړليک /

الحَشر

الحَشر is chapter ٥٩ of the Quran and has ٢٤ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

24 آيتونه د سورت شمېره ٥٩
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِۖ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ

څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه (الله) برلاسى حكمت والا دى.

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ مِن دِيَٰرِهِمۡ لِأَوَّلِ ٱلۡحَشۡرِۚ مَا ظَنَنتُمۡ أَن يَخۡرُجُواْۖ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمۡ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنۡ حَيۡثُ لَمۡ يَحۡتَسِبُواْۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعۡبَۚ يُخۡرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيۡدِيهِمۡ وَأَيۡدِي ٱلۡمُؤۡمِنِينَ فَٱعۡتَبِرُواْ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ

خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو.

وَلَوۡلَآ أَن كَتَبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَاۖ وَلَهُمۡ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ عَذَابُ ٱلنَّارِ

او كه الله پر هغوى جلا وطني ليكلې نه واى نو هرومرو به يې په دنيا كې (څه بل) عذاب وركړى و او په آخرت كې خو د هغو لپاره د اور عذاب دى.

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمۡ شَآقُّواْ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥۖ وَمَن يُشَآقِّ ٱللَّهَ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ

دا ځكه چې هغوى د الله او د هغه د رسول دښمني كړې او هر څوك چې له الله سره دښمني كوي نو الله په رېښتيا سخت عذاب وركوونكى دى.

مَا قَطَعۡتُم مِّن لِّينَةٍ أَوۡ تَرَكۡتُمُوهَا قَآئِمَةً عَلَىٰٓ أُصُولِهَا فَبِإِذۡنِ ٱللَّهِ وَلِيُخۡزِيَ ٱلۡفَٰسِقِينَ

تاسي چې د خرما كومې ونې ووهلې يا مو څه پر خپلو بېخونو ولاړې پرېښودې، نو دا (ټول) د الله په حكم سره و او د دې لپاره هم چې فاسقان رسوا كړي.