Skip to content
الحَشر /

آيت ٢

٥٩ : ٢

آيت ٢ of الحَشر (٥٩ : ٢). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

الحَشر آيتونه ٢٤
سورت · الحَشر
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٥٩ : ٢

هُوَ ٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ مِن دِيَٰرِهِمۡ لِأَوَّلِ ٱلۡحَشۡرِۚ مَا ظَنَنتُمۡ أَن يَخۡرُجُواْۖ وَظَنُّوٓاْ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمۡ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنۡ حَيۡثُ لَمۡ يَحۡتَسِبُواْۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعۡبَۚ يُخۡرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيۡدِيهِمۡ وَأَيۡدِي ٱلۡمُؤۡمِنِينَ فَٱعۡتَبِرُواْ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَبۡصَٰرِ

خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو.