Skip to content
د سورتونو لړليک /

قٓ

قٓ is chapter ٥٠ of the Quran and has ٤٥ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

45 آيتونه د سورت شمېره ٥٠
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قٓۚ وَٱلۡقُرۡءَانِ ٱلۡمَجِيدِ

ق قسم دی په قران شرافت والا.

Explanation & meanings · ١
  1. د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده. نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

بَلۡ عَجِبُوٓاْ أَن جَآءَهُم مُّنذِرٞ مِّنۡهُمۡ فَقَالَ ٱلۡكَٰفِرُونَ هَٰذَا شَيۡءٌ عَجِيبٌ

بلكې هغوى په دې تعجب كوي چې (څنګه) په خپله له همدوى يو وېروونكى ورته راغى نو كافرانو وويل: دا يو عجيب شى دى.

أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابٗاۖ ذَٰلِكَ رَجۡعُۢ بَعِيدٞ

ايا كله چې موږ مړه او خاورې شو (نو دوهم ځل به بيا را ژوندي كېږو؟) دا بېرته راګرځيدل خو (له پوهې) لرې دي.

قَدۡ عَلِمۡنَا مَا تَنقُصُ ٱلۡأَرۡضُ مِنۡهُمۡۖ وَعِندَنَا كِتَٰبٌ حَفِيظُۢ

موږ ته رېښتيا معلوم دي هغه څه چې کموي یې زمکه د دوی نه، او موږ سره يو کتاب دی ساتونكى (د دوی د عملونو).

بَلۡ كَذَّبُواْ بِٱلۡحَقِّ لَمَّا جَآءَهُمۡ فَهُمۡ فِيٓ أَمۡرٖ مَّرِيجٍ

بلكې دوى دروغجن ګڼي حق لره هر کله چې دوی ته راغی، نو دوی په خبره ګډه وډه کې دي.