Skip to content
د سورتونو لړليک /

سَبإ

سَبإ is chapter ٣٤ of the Quran and has ٥٤ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

54 آيتونه د سورت شمېره ٣٤
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ ٱلَّذِي لَهُۥ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَهُ ٱلۡحَمۡدُ فِي ٱلۡأٓخِرَةِۚ وَهُوَ ٱلۡحَكِيمُ ٱلۡخَبِيرُ

ټولې ستاینې خاص الله لره دي، چې یوازې د هغه په اختیار کې دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي، او په آخرت كې هم هغه لره ستاينه ده، هغه حكمت والا او باخبره دى.

يَعۡلَمُ مَا يَلِجُ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا يَخۡرُجُ مِنۡهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعۡرُجُ فِيهَاۚ وَهُوَ ٱلرَّحِيمُ ٱلۡغَفُورُ

پوهيږي پر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه ورپورته کیږي او همغه مهربان بخښونكى دى.

وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَا تَأۡتِينَا ٱلسَّاعَةُۖ قُلۡ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتَأۡتِيَنَّكُمۡ عَٰلِمِ ٱلۡغَيۡبِۖ لَا يَعۡزُبُ عَنۡهُ مِثۡقَالُ ذَرَّةٖ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَآ أَصۡغَرُ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكۡبَرُ إِلَّا فِي كِتَٰبٖ مُّبِينٖ

او كافران وايي چې موږ ته به قيامت رانه شي! ورته ووايه: ولې نه، په رب مې دې قسم وي چې د غيبو عالم دى هرومرو به درته راشي، له هغه څخه نه په آسمانونو او نه پر ځمكه كې د يوې ذرې په اندازه څه نه پټيږي، او نه به له دې كوچنى او نه (ترې) لوى څه داسې شى وي چې هغه په يو څرګند كتاب كې نه وي.

لِّيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِۚ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُم مَّغۡفِرَةٞ وَرِزۡقٞ كَرِيمٞ

د دې لپاره چې هغو خلكو ته بدله وركړي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او غوره روزي ده.

وَٱلَّذِينَ سَعَوۡ فِيٓ ءَايَٰتِنَا مُعَٰجِزِينَ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ عَذَابٞ مِّن رِّجۡزٍ أَلِيمٞ

او هغوى چې زموږ د آيتونو په را لاندې كولو كې او له مینځه وړلو کې يې هلې ځلې كړې دي، هغوى لپاره ناوړه دردوونکی عذاب دى.