Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ
«بېشکه الله جل جلاله څه شیان فرض کړي، نو هغه مه ضاېع کوئ او ځېني پولې یې ټاکلي له هغې مه اوړئ، او څه شیان یې حرام کړي هغه مه نقض کوئ، او پر تاسو د مهربانۍ له مخې له ځینو شیانو چپ پاتې شوی؛ نه دا چې هېر شوي یې دي، نو تاسو د هغوی پلټنه مه کوئ».
النووي وايي: حسن حديث دی الدار قطني په خپل السنن او نورو کې روايت کړی دی.
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي.
صحيح دی ابن خزيمه، الدار قطني او البيهقي روايت کړی دی.
نبي صلی الله علیه وسلم په خوشایې او هډوکي له استنجا کولو منع کړې ده او ویلي یې دي چې: «دا دواړه پاکوونکي نه دي».
صحيح دی الدار قطني روايت کړی دی
«نه ځانته ضرر رسول شته او نه بل ته ضرر اړول».
حسن ابن ماجه، الدارقطني او نورو مسنداً روایت کړی دی.
«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ، مَنْ ضَارَّ ضَرَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللَّهُ عَلَيْهِ». " نه ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول، چا چې - بل ته - ضرر ورساوه نو الله تعالی به هغه ته ضرر ورسوي، او چا چې په نورو سختي وکړه الله تعالی به پرې سختي راولي"
د شواهدو په اعتبار صحيح دی الدار قطني روايت کړی دی
«کله چې په تاسو کې چا اودس وکړ او موزې یې واغوستې نو لمونځ دې په کې وکړي، او مسح دې پرې وکړي، او که خوښه يې وه نو بیا دی يې پرته له جنابته نه باسي».
صحيح دی الدار قطني روايت کړی دی