Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 4

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

«که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».
صحيح دی امام احمد، الترمذي، النسائي، ابن ماجه، ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم روایت کړی دی.
د الله تعالی د دې وینا په اړه چې فرمایي: {وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ} [الحج: 25] یعنې: (او څوک چې په هغه (مسجد الحرام) كې په ظلم سره بې لاريتوب وغواړي، هغه ته به دردناک عذاب وروڅكو). وایي«که چېرته یو سړی پکې د الحاد (له حقه د اوښتو) تش نیت هم وکړي، حال دا چې هغه په عدنِ أبین کې وي، نو الله به ورته دردناک عذاب وروڅکوي».
صحيح دی احمد او الحاکم روايت کړی دی
«ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي».
صحيح دی الحاکم او الطبراني روایت کړی دی
(لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي، موږ پرې د الله تعالی د کتاب حکم جاري کوو).
صحيح دی الحاکم او البیهقي روایت کړی دی