Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې: الله پاک فرمایلي: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ، وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا ثُمَّ لَقِيتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئًا لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»، «اې د آدم زویه، تر څو چې ته ما رابلې او ماته امید ساتې، زه درته بخښنه کوم که هر څومره ګناهکار وې او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه، که ستا ګناهونه د آسمان تر کنارو ورسېږي او بیا له ما څخه بخښنه وغواړې، زه درته بښنه کوم او پروا نه ساتم، اې د آدم زویه که ته ماته د ځمکې په اندازه له ګناهونو سره راشې او بیا زما سره مخ شې په داسې حال کې چې ماسره دې شرک نه وي کړی، نو په همدې اندازه به درته بخښنه وکړم».
حسن الترمذي روایت کړی دی
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».
صحيح دی الترمذي او احمد روايت کړی دی
«هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي»، بیا یې دا آیت ولوست.{وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ} او هغه كسان چې كله څه بد كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي،[آل عمران سورت: 135 آیت ].
صحيح دی ابو داود، الترمذي او النسائي په الکبری کې او ابن ماجه او احمد روایت کړی دی
«ما سره پدې بیعت وکړئ چې: الله سره به هېڅ شی نه شریکوئ، غلا به نه کوئ، زنا به نه کوئ، خپل اولادونه به نه وژنئ، پر چا به د خپلو لاسونو او خپلو پښو پر وړاندې بهتان دروغ او تهمت نه لګوئ، او په معروف (ښه کار) کې به نافرماني نه کوئ، څوک چې دا شرطونه پوره کړي، نو اجر یې په الله دی، څوک چې له دې څخه کومه ګناه وکړي او په دنیا کې پرې سزا ورکړل شي، نو دا سزا د هغه لپاره کفاره ده، او څوک چې دا ګناه وکړي، خو الله یې پرده وکړي، نو دا د الله په اختیار کې ده: که وغواړي، بخښنه به ورته وکړي، او که وغواړي، سزا به ورکړي» نو موږ له رسول الله ﷺ سره پر دې شرطونو بیعت وکړ.
صحيح دی متفق علیه دی
(لدې پلیتۍ (زنا) څخه ځان وساتۍ چې الله تعالی ترې منع کړې ده، نو څوک چې پکې ښکېل شو د الله په پرده دې ځان وپوښي او الله تعالی ته دې توبه وکړي، ځکه څوک چې موږ ته ځان وښایي، موږ پرې د الله تعالی د کتاب حکم جاري کوو).
صحيح دی الحاکم او البیهقي روایت کړی دی
«الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی