Skip to content

ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوه لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه نو زما سره به نږدې کېده (لوبې به یې کولې) او زه به حاېضه وم،

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې:

ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به په داسې حال کې له یوه لوښي څخه لامبل چې دواړه به جنب وو، او کله به چې حېض وم، نو امر به یې راته وکړ چې ځان بسته کړه نو زما سره به نږدې کېده (لوبې به یې کولې) او زه به حاېضه وم، او کله به چې اعتکاف و نو له - جومات - څخه به یې د وینځلو لپاره سر راوویست، پداسې حال کې چې زه به حاېضه وم.

كُنْتُ أَغْتَسِلُ أَنَا وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ كِلاَنَا جُنُبٌ، وَكَانَ يَأْمُرُنِي، فَأَتَّزِرُ، فَيُبَاشِرُنِي وَأَنَا حَائِضٌ، وَكَانَ يُخْرِجُ رَأْسَهُ إِلَيَّ وَهُوَ مُعْتَكِفٌ فَأَغْسِلُهُ وَأَنَا حَائِضٌ.

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

عایشې رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلو ځینو خاصو حالاتو په اړه خبر ورکړی، چې له هغې حالتونو څخه یې ځینې دا دي چې: هغې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جنابت په حالت کې له یو لوښي څخه غسل کاوه، او دواړو به ترې اوبه راخېستې. او دا چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د حیض په حالت کې غوښتل ورسره یو ځای شي نو امر به یې ورته وکړ تر څو خپل بدن د نوم له غوټۍ نه لاندې تر ځنګنونو پورې بسته کړي، نو بیا به یې له جماع پرته مباشرت ورسره کاوه. او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په جومات کې اعتکاف کاوه، نو خپل سر به یې عایشې رضي الله عنها ته له جومات څخه د وېنځلو لپاره راوویست په داسې حال کې چې هغه به په خپل کور کې د حېض په حالت کې وه.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

ښځې او خاوند ته روا دي چې له یو لوښي څخه ولامبي.

له شرمګاه پرته د حېض په حالت مباشرت روا دی، او دا چې نور بدن یې پاک دی.

د مباشرت په وخت کې ښځې ته لنګ اچول مستحب دي.

په حرامو کې د واقع کېدلو څخه د بچ کېدو لپاره د اسبابو کارول.

د حیض لرونکې ښځې لپاره په جومات کې پاتې کېدل منع دي.

د هغې لپاره د لندو او وچو شیانو لمس کول روا دي، په شمول د ویښتو مینځلو او ږمنځولو.

له کورنۍ سره د پېغمبر صلی الله علیه وسلم ښه سلوک.

مراجع

(1/ 255) (319).

نور (8)

صحيح البخاري (1/ 67) (299 - 301).

صحيح مسلم (1/ 244) (297).

الإلمام بشرح عمدة الأحكام.

لإسماعيل الأنصاري (1/ 66).

تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.

للبسام (ص79).

تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.

لابن عثيمين (1/ 76).