«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي».
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي».
«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم قسم یادوي چې لدې امت څخه چې هر یهودي یا نصراني او یا بل چاته د نبي صلی الله علیه وسلم بلنه ورسیږي او بیا مړ شي پداسې حال کې چې پر ده یې ایمان نه وي راوړی مګر دا چې له دوزخیانو څخه به وي او د تل لپاره به پکې پاتې شي.
ټولې نړۍ ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د پيغام عموميت او د هغه د پيروۍ کولو وجوب، او د هغه په شريعت سره د نورو ټولو شریعتونو منسوخېدل.
څوک چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم کافر شو، د هغه دا ادعا ورته ګټه نه رسوي چې په نورو پیغمبرانو علیهم السلام یې ایمان راوړی دی.
چا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه نه وي اورېدلي او د اسلام بلنه ورته نه وي رسېدلې، هغه معذور دی او په اخرت کې یې چاره د الله تعالی سره ده.
اسلام د انسان لپاره ګټور تمامیږي که څه هم له مرګ څخه لږ مخکې وي، ولو که د سختې ناروغۍ پر مهال هم وي، خو مخکې لدې چې روح مرۍ ته نه وي رارسیدلی.
د کافرانو دین سم ګڼل - چې یهود او نصارا هم له دوی څخه دي - کفر دی.
- په حدیث کې - له یهودي او مسیحي څخه یادونه بل هر چا ته خبرداری دی؛ ځکه چې یهود او نصاری کتاب لري، نو کله چې د دوئ حال داسې وي، نو نور هغه کسان چې کتاب نه لري، په طریقه اولی د دې عذاب مستحق دي، ځکه چې ټول باید د هغه په دین کې داخل شي او د هغه صلی الله علیه وسلم پيروي وکړي.
نور (6)
صحيح مسلم (1/ 134) (153).
شرح النووي على مسلم (2/ 186).
الإفصاح عن معاني الصحاح.
لابن هبيرة (8/ 192).
طرح التثريب في شرح التقريب.
لعبد الرحيم العراقي (7/ 159).
په کتابونو کې یاد شوی
10 کتابونه- المنهج الوجيــز1« په هغه ذات مې قسم دی چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی، زما د دعوت په اړه د دې امت یهودي او یا نصراني وانه وري، او بیا مړ شي، او زما په رسالت اېمان رانه وړي نو دا کس به د دوزخ له څښتنانو څخه وي».
- د اسلامي عقیدې لنډیزنبذة في العقيدة الإسلامية«قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه هر یهودي یا نصراني چې زما په اړه واوري، بیا پداسې حال کې مړ شي چې زما په رسالت یې ایمان نه وي راوړی، مګر دا چې له دوزخیانو څخه به وي»[۱].
نور (8)
- الأسئلة المختارة من قاموس الأسئلة الشائعة حول الإسلامقسم النبوة«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ، إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- الأسئلة المختارة من قاموس الأسئلة الشائعة حول الإسلامقسم القرآن والكتب السابقة«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الأول)«وَالَّذِى نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِى أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الأُمَّةِ يَهُودِىٌّ وَلَا نَصْرَانِىٌّ ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِى أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ».
- عقيدة الأئمة الأربعة«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَا يَسمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ، إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- موسوعة الأسئلة (المجموعة الأولى)«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ، إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- موسوعة الأسئلة (المجموعة الأولى)«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- نبراس طالب (4)1«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ، إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»
- نبراس طالب (5)1«وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، لَا يَسْمَعُ بِي أَحَدٌ مِنْ هَذِهِ الْأُمَّةِ يَهُودِيٌّ وَلَا نَصْرَانِيٌّ، ثُمَّ يَمُوتُ وَلَمْ يُؤْمِنْ بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ، إِلَّا كَانَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ»