«تر هغه پورې صبر وکړه لکه څومره یې چې حېض کې کوې، بیا غسل وکړه»
له أم المؤمنین عائشه رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
ام حبیبة بنت جحش چې د عبد الرحمن بن عوف مېرمن وه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له وینې شکایت وکړ، نو هغه ورته وفرمایل: «تر هغه پورې صبر وکړه لکه څومره یې چې حېض کې کوې، بیا غسل وکړه». نو هغې به د هر لمانځه لپاره غسل کاوه.
إِنَّ أُمَّ حَبِيبَةَ بِنْتَ جَحْشٍ الَّتِي كَانَتْ تَحْتَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ شَكَتْ إِلَى رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم الدَّمَ، فَقَالَ لَهَا: «امْكُثِي قَدْرَ مَا كَانَتْ تَحْبِسُكِ حَيْضَتُكِ، ثُمَّ اغْتَسِلِي». فَكَانَتْ تَغْتَسِلُ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ.
د صحابه وو یوې مېرمنې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وینې د پرلپسې له راتلو څخه شکایت وکړ، نو امر يې ورته وکړ چې په دومره اندازه لمونځ پرېږدي لکه څومره به یې چې د حېض لپاره پرېښوده، مخکې لدې چې دا بیړنی حالت پرې راشي، بیا به غسل کوي او لمونځ به کوي، نو هغې به په خپله خوښه د هر لمانځه لپاره اودس کاوه.
...:
استحاضه هغه وینه ده چې پر ښځه د حېض له معمولو وروځو وروسته هم وینه جاري راځي.
استحاضه لرونکې ښځه د حیض په ورځو کې په حیض کې ده، مخکی له دې چی په استحاضه اخته شي.
کله چې د هغې د اصلي عادت څو ورځې تېرې شوې وي، نو له حیض څخه پاکه ګڼل کیږي - که څه هم د هغې سره یې استحاضه وینه درلوده - نو له حیض وروسته به غسل کوي.
په استحاضه لرونکې ښځې د هر لمانځه لپاره غسل واجب نه دی. او د (ام حبیبة بنت جحش رضي الله عنها د هر لمانځه لپاره) غسل کول د هغې اجتهاد و، ځکه که فرض وای نو خامخا به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) بيان کړى و.
پر مستحاضې د هر لمانځه لپاره اودس کول لازم دي؛ځکه مریضتیا یې جاري ده او نه پرې کیږي او دا حکم د هر هغه چا لپاره دی چې جاري ناروغي ولري لکه سلس البول( د میتیازو د څاڅکې وتل) او یا په جاري توګه باد وتل.
د دیني چارو په ستونزمنو مسألو کې له علماوو څخه پوښتنه کول، لکه څنګه چې دې ښځې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له زیاتې وینې شکايت وکړ .
(4/ 25).
نور (6)
صحيح مسلم (1/ 264) (334).
توضيح الأحكام.
للبسام (1/ 447).
شرح النووي على مسلم.
فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (1/ 390).