«إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک له خوبه راپاڅېده، نو درې ځلې دې خپله پوزه کې اوبه واچوي او بېرته دې سوڼ کړي، ځکه چې شیطان یې په خیشوم (د پوزې پاس برخه کې) شپه تېره کړې ده».
«إِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ مَنَامِهِ فَلْيَسْتَنْثِرْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ، فَإِنَّ الشَّيْطَانَ يَبِيتُ عَلَى خَيَاشِيمِهِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کوي چې څوک له خوبه راپاڅېږي نو باید چې درې ځلې خپله پوزه له وینځلو وروسته سوڼ کړي؛ ځکه چې شیطان یې په پوزه شپه تېره کړي وي.
هر هغه څوک چې له خوبه راپاڅېږي باید د پوزې په سوڼ کولو سره د شيطان اثرات له پوزې لرې کړي، او که چېرته یې اودس کاوه نو بیا خو د پوزې په سوڼ کولو زیات ټینګار شوی دی.
د پوزې د سوڼ کولو ګټه دا ده چې پوزې ته اوبه اچول او بېرته سوڼ کولو سره د پوزې دننه برخه پاکېږي او له اوبو سره ټوله ناپاکي راوځي.
د شپې د خوب یادونه د (یبیت) د لفظ له امله شوې ده، ځکه چې بیتوته د شپې په خوب کې کېږي، او په همدې خوب کې انسان ډوب او غرق ویده کېږي.
حدیث په دې دلیل دی چې شیطان د انسان سره اختلاط کوي، په داسې حال کې چې هغه پرې نه پوهېږي.
نور (10)
صحيح البخاري (4/ 126) (3295).
صحيح مسلم (1/ 212) (238).
توضيح الأحكام.
للشيخ للبسام (1/ 211).
سُبل السلام.
للصنعاني (1/ 64).
فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.
لابن عثيمين (1/ 179).
منحة العلَّام.
لعبد الله الفوزان (1/ 166).