رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سهار د لمانځه په دوو رکعتونو کې {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} ولوستل.
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَرَأَ فِي رَكْعَتَيِ الْفَجْرِ: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ}، وَ{قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ ګڼل چې د سهار په دوو سنت رکعتونو کې له فاتحې وروسته په لومړي رکعت کې: {قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ} او په دویم رکعته کې {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ} سورت ولولي.
د سهار په سنتو کې له فاتحې نه وروسته د دې دوو سورتونو لوستل مستحب دي.
دې دواړو سورتونو ته د الإخلاص سورتونه وایي؛ ځکه چې د الکافرون په سورت کې له ټولو هغو شیانو څخه بېزاري ده چې مشرکان یې له الله جل جلاله پرته عبادت کوي، او دا چې هغوی د الله بندګان نه دي، ځکه چې شرک یې عملونه بربادوي، او دا چې هم هغه الله د عبادت مستحق دی، او ځکه چې د الاخلاص په سورت کې د الله تعالی یووالی، هغه ته اخلاص او د هغه د صفتونو بیان شوی دی.
نور (3)
صحيح مسلم (1/ 502) (726).
توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.
لعبد الله البسام (2/ 390).