Skip to content

«الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو، نو وبه وایي: ما درڅخه لدې اسانه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ته د آدم په شا کې وې چې: ماسره به هېڅ شی نه شریکوې، خو تا ونه منله مګر دا چې ما سره شرک وکړې».

«يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى لِأَهْوَنِ أَهْلِ النَّارِ عَذَابًا يَوْمَ القِيَامَةِ: لَوْ أَنَّ لَكَ مَا فِي الأَرْضِ مِنْ شَيْءٍ أَكُنْتَ تَفْتَدِي بِهِ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ: أَرَدْتُ مِنْكَ أَهْوَنَ مِنْ هَذَا، وَأَنْتَ فِي صُلْبِ آدَمَ: أَلّاَ تُشْرِكَ بِي شَيْئًا، فَأَبَيْتَ إِلَّا أَنْ تُشْرِكَ بِي».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دوزخ ته له ننوتلو وروسته به الله جل جلاله تر ټولو د لږ عذاب خاوند ته ووایي: که چېرته دې ټوله دنیا او څه چې پکې دي درلودل نو آیا هغه به دې د فدیې په توګه ورکړي وو تر څو له دې عذاب څخه خلاص شوای وې؟ هغه به ووایي: هو، نو الله جل جلاله به وفرمایي: یقینا چې ستا څخه مې لدې آسانه غوښتنه کړې وه، کله چې ته د آدم په شا (ملا) کې وې او ستا څخه ژمنه واخېستل شوه چې ما سره به هېڅ شی نه شریکوې، نو کله مې چې دنیا ته راوویستې انکار دې وکړ او ما سره دې شرک وکړ.

د حديث له ګټو څخه

د توحید فضیلت او پرې د عمل آسانتیا.

د شرک خطر او د هغې پایلې.

الله پاک له بني آدم څخه هغه مهال ژمنه واخېسته کله چې دی د خپل پلار ادم په شا (ملا) کې و چې شرک به ورسره نه کوي.

له شرک څخه وېرول او دا چې ټوله دنیا به د قيامت په ورځ کافرو ته هېڅ ګټه ونه رسوي.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (8/ 115) (6557).

صحيح مسلم (4/ 2160) (2805).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري.

لبدر الدين العيني (15/ 213).

معجم اللغة العربية المعاصرة.

لأحمد مختار(2/ 1311).

معارج القبول بشرح سلم الوصول إلى علم الأصول.

لحافظ الحكمي (1/ 96).