Skip to content

چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی

له ابو مسعود انصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:

رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يو سړى راغى، ويې ويل: (زما سپرلۍ مړه شوه او زه په لاره کې پاتې یم) نو ما په یوه سپرلۍ سپور کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «زه يې نه لرم»، نو یو سړي وویل: اې د الله جل جلاله رسوله! زه به یو څوک وروښایم هغه به یې سپور کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی».

جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنِّي أُبْدِعَ بِي فَاحْمِلْنِي، فَقَالَ: «مَا عِنْدِي»، فَقَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَنَا أَدُلُّهُ عَلَى مَنْ يَحْمِلُهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: زما سپرلۍ مړه شوې ده، نو ما په یوه څاروي سپور کړه او ماته یوه سپرلۍ راکړه چې ومې رسوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه بخښنه وغوښته ځکه چې هغه د هغه د سپرولو لپاره هېڅ شی نه درلود، نو یو سړی چې هلته حاضر و وویل: اې د الله رسوله! زه به یو څوک وروښایم چې سپور یې کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې هغه د سپرلۍ د خاوند سره په ثواب کې شریک دی، ځکه چې اړمن ته یې د هغه لارښوونه وکړه.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

ښېګڼې ته په لارښوونې ټینګار.

ښېګڼې کولو ته هڅول د اسلامي ټولنې د پیوستون او یووالي یو لامل ګرځي.

د الله تعالی د مهربانۍ پراخوالی.

دا حدیث یوه عمومي قاعده ده چې د ښګڼې ټولو کارونو ته شاملیږي.

كه څوک د سوال كوونكي غوښتنه پوره نه كړاى شي، نو بل چاته دې لارښوونه وکړي.

مراجع
نور (6)

صحيح مسلم (3/ 1506) (1893).

شرح النووي على مسلم (11/ 166).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 349).

فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 298).