Skip to content

«خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي».

له جبیر به مطعم رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرماییل یې:

«خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي».

«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعُ رَحِمٍ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک د خپلوانو سره پرېکون کوي او د هغوی واجب حقونه نه ادا کوي، یا یې ازار کړي او بد چلند ورسره وکړي، نو هغه د دې مستحق دی چې جنت ته داخل نه شي.

د کلمو معناوې

.....:

د حديث له ګټو څخه

خپلوي پرې کول له کبیره ګناهونو څخه یوه ګناه ده.

خپلوي پالل له دود سره سم کیږي، ځکه چې ځایونو، وختونو او خلکو ته په لیدو سره توپیر لري.

خپلوي پالل په تګ او راتګ، صدقې، نیکۍ کولو، د ناروغ پوښتنې کولو، هغوی ته په نیکۍ امر کولو او له بدیو څخه په منع کولو او داسې نورو کارونو تر سره کیږي.

خپلوي پرې کول چې څومره له نږدې خپلوانو سره وي همغومره یې ګناه سخته ده.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (4/ 1981) (2556).

صحيح البخاري (8/ 5) (5984).

شرح النووي على مسلم (16/ 113).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 90).

فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 277).