رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ». ویل، یعنې «ای الله! ماته مې ټول واړه او غټ، اول او آخر، ښکاره او پټ ګناهونه وبخښه».
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ فِي سُجُودِهِ: «اللهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي كُلَّهُ دِقَّهُ، وَجِلَّهُ، وَأَوَّلَهُ وَآخِرَهُ وَعَلَانِيَتَهُ وَسِرَّهُ».
نبي صلی الله علیه وسلم به سجده کې دعا کوله او ویل به یې: (اللهم اغفر لي ذنبي) یا الله زما ګناهونه وبخښه، پرده پرې واچوه او د هغې له پایلو مې وساته؛ (له ګناه) راته تېر شه، راته یې وبخښه او معاف مې کړه، (كله)، یعنې ټول (دِقّه) واړه او لږ، (وجِلّه) لوی او زیات، (وأوله) لومړۍ ګناه، (وآخره) او وروستۍ یې او هغه چې د دواړو تر منځه دي؛ هغه چې ستا پرته پرې بل څوک خبر نه دی.
ابن القيم ویلي: د ګناهونو د بخښنې غوښتنه ـ کوچني او لوی، دقیق او روښان، لومړي او وروستي، پټ او ښکاره، دا عمومیت او پراخوالی د دې لپاره دی چې توبه د بنده هغو ګناهونو ته شامله شي چې دی پرې پوهېږي، او هم هغو ته چې دی پرې نه پوهېږي.
ویل شوي چې (الدِّق) یې ځکه په (الجِلّ) مخکې کړ، ځکه چې سوال کوونکی د سوال کولو پر مهال لږ لږ پورته کېږي، بل دا چې لوی ګناهونه ډېری وختونه هغه مهال رامنځته کېږي چې په وړو ګناهونو اصرار وشي او په اړه یې انسان بې پروا شي، نو داسې شول لکه چې د غټو ګناهونو لپاره وسیله وګرځېدل، او دا د وسیلې حق دی چې څه شي مخکې یاد کړي او څه شی وروسته.
د الله تعالی په وړاندې عاجزي کول، او ترې د ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو بخښنه غوښتل.
نووي ویلي: پدې (حديث) کې پر دعا او د الفاظو په زیاتوالي یې ټینګار شوی، که څه هم ځینې (الفاظ) یې د نورو لپاره کفایت کوي.
نور (11)
صحيح مسلم (1/ 350) (483).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 506).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل آل مبارك (ص780).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (5/ 509).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (17/ 111).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 979).