Skip to content
د سورتونو لړليک /

الجِن

الجِن is chapter ٧٢ of the Quran and has ٢٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

28 آيتونه د سورت شمېره ٧٢
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

قُلۡ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرٞ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوٓاْ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبٗا

ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو.

يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلرُّشۡدِ فَـَٔامَنَّا بِهِۦۖ وَلَن نُّشۡرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدٗا

چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو.

وَأَنَّهُۥ تَعَٰلَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا ٱتَّخَذَ صَٰحِبَةٗ وَلَا وَلَدٗا

او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى.

وَأَنَّهُۥ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى ٱللَّهِ شَطَطٗا

او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې.

وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلۡإِنسُ وَٱلۡجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗا

او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.