Skip to content
د سورتونو لړليک /

نُوح

نُوح is chapter ٧١ of the Quran and has ٢٨ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

28 آيتونه د سورت شمېره ٧١
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦٓ أَنۡ أَنذِرۡ قَوۡمَكَ مِن قَبۡلِ أَن يَأۡتِيَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ

بېشکه موږ نوح (عليه السلام) د هغه قوم ته ورلېږلي و چې خپل قوم دې ووېروه، مخكې له دې چې دردوونکی عذاب ورته راشي.

قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي لَكُمۡ نَذِيرٞ مُّبِينٌ

وېلې اې زما قومه! زه تاسو ته يو ښكاره وېروونكى (رسول) يم.

أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱتَّقُوهُ وَأَطِيعُونِ

دا چې الله ولمانځئ، ترې وډار شئ او زما خبره ومنئ.

يَغۡفِرۡ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمۡ وَيُؤَخِّرۡكُمۡ إِلَىٰٓ أَجَلٖ مُّسَمًّىۚ إِنَّ أَجَلَ ٱللَّهِ إِذَا جَآءَ لَا يُؤَخَّرُۚ لَوۡ كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ

ستاسي ګناهونه به دروبخښي او تر يوې ټاكلې نېټې به مو وځنډوي، بېشكه هغه وخت چې د الله نېټه راشي نو بيا نه ځنډيږي، كاشكې تاسې پوهېدلاى.

قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوۡتُ قَوۡمِي لَيۡلٗا وَنَهَارٗا

هغه وويل: اې زما ربه! ما شپه ورځ خپل قوم ته بلنه وركړه.