Skip to content
د سورتونو لړليک /

الطَّلَاق

الطَّلَاق is chapter ٦٥ of the Quran and has ١٢ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

12 آيتونه د سورت شمېره ٦٥
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ إِذَا طَلَّقۡتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحۡصُواْ ٱلۡعِدَّةَۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ رَبَّكُمۡۖ لَا تُخۡرِجُوهُنَّ مِنۢ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخۡرُجۡنَ إِلَّآ أَن يَأۡتِينَ بِفَٰحِشَةٖ مُّبَيِّنَةٖۚ وَتِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَقَدۡ ظَلَمَ نَفۡسَهُۥۚ لَا تَدۡرِي لَعَلَّ ٱللَّهَ يُحۡدِثُ بَعۡدَ ذَٰلِكَ أَمۡرٗا

اې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ او عدت شمېرئ، او له خپل پالونکي الله څخه وېره كوئ، هغوى له خپلو كورونو مه وباسئ او نه دې هغوى وځي مګر دا چې ښكاره بې شرمي وكړي، او همدا د الله (ټاكلې) پولې دي او څوك چې د الله له پولو تېرى كوي نو په رېښتيا پر خپل ځان يې ظلم كړى، ته نه پوهېږې، ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي.

فَإِذَا بَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ فَارِقُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖ وَأَشۡهِدُواْ ذَوَيۡ عَدۡلٖ مِّنكُمۡ وَأَقِيمُواْ ٱلشَّهَٰدَةَ لِلَّهِۚ ذَٰلِكُمۡ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مَخۡرَجٗا

نو كله چې هغوى خپلو نېټو ته ورنږدې شوې، بيا يې يا خپلو كورونو كې په ښه توګه وساتئ، يا يې په ښه توګه (له ځانه) بېلې كړئ، او له خپلو دوه تنه عادل شاهدان ونيسئ او (خاص) د الله لپاره شاهدي ترسره كوئ، پر همدې هغه چا ته نصيحت كيږي چې پر الله او د آخرت پر ورځ يې ايمان راوړى وي، او څوك چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.

وَيَرۡزُقۡهُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَحۡتَسِبُۚ وَمَن يَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِ فَهُوَ حَسۡبُهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ بَٰلِغُ أَمۡرِهِۦۚ قَدۡ جَعَلَ ٱللَّهُ لِكُلِّ شَيۡءٖ قَدۡرٗا

او له يو داسې لورې به روزي وركوي چې ګومان يې نه كوي او څوك چې پر الله بروسه وكړي نو همغه ورته بسنه کوي، بېشكه الله د خپل كار ترسره كوونكى دى، په رېښتيا الله هرشي ته يوه اندازه (يا نېټه) ټاكلې ده.

وَٱلَّٰٓـِٔي يَئِسۡنَ مِنَ ٱلۡمَحِيضِ مِن نِّسَآئِكُمۡ إِنِ ٱرۡتَبۡتُمۡ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَٰثَةُ أَشۡهُرٖ وَٱلَّٰٓـِٔي لَمۡ يَحِضۡنَۚ وَأُوْلَٰتُ ٱلۡأَحۡمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعۡنَ حَمۡلَهُنَّۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مِنۡ أَمۡرِهِۦ يُسۡرٗا

او ستاسي له مېرمنو څخه چې كومې له حيضه ناهيلې شوې وي د هغوی په اړه كه تاسي شكمن شوي ياست نو د هغوی عدت درې مياشتې دى، او همدغه حكم د هغو ښځو دى چې لا تر اوسه يې حيض نه وي راغلى او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوې حمل وضع كړي، څوك چې له الله نه وويريږي د هغه په کار کې هغه اسانتيا پېدا كوى.

ذَٰلِكَ أَمۡرُ ٱللَّهِ أَنزَلَهُۥٓ إِلَيۡكُمۡۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يُكَفِّرۡ عَنۡهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُعۡظِمۡ لَهُۥٓ أَجۡرًا

دا د الله امر دى چې تاسو ته يې نازل كړى او څوك چې له الله وډار شي، بدۍ به ترې ورېژوي او ډېر لوى اجر به وركړي.