٥ : ٧٨
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ
له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو.