Skip to content
د سورتونو لړليک /

الزُّمَر

الزُّمَر is chapter ٣٩ of the Quran and has ٧٥ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

75 آيتونه د سورت شمېره ٣٩
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَنزِيلُ ٱلۡكِتَٰبِ مِنَ ٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَكِيمِ

راتلل د دې کتاب د الله له طرفه دي زورور او حکمتونو والا دی.

إِنَّآ أَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلۡكِتَٰبَ بِٱلۡحَقِّ فَٱعۡبُدِ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ

موږ يقينا دا كتاب تا ته په حقه نازل كړى پس د یو الله عبادت کوه په داسې حال کې چې سوچه کونکی یې الله لره په طاعت کې.

أَلَا لِلَّهِ ٱلدِّينُ ٱلۡخَالِصُۚ وَٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ مِن دُونِهِۦٓ أَوۡلِيَآءَ مَا نَعۡبُدُهُمۡ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى ٱللَّهِ زُلۡفَىٰٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ فِي مَا هُمۡ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي مَنۡ هُوَ كَٰذِبٞ كَفَّارٞ

خبر اوسئ چې الله لره سوچه (له شركه پاك) دين دى او كومو خلكو چې له هغه پرته نور دوستان نيولي (او وايي چې) موږ خو د دوی عبادت نه کوو مګر د دې لپاره چې دوی نږدې کړي موږ الله ته، بېشكه الله به د دوى تر منځ په هغه څه كې فيصله كوي چې د دوى پكې اختلاف دى، يقيناً الله هغه چا ته هدايت نه كوي چې ډیر دروغجن او غټ کافر دی.

لَّوۡ أَرَادَ ٱللَّهُ أَن يَتَّخِذَ وَلَدٗا لَّٱصۡطَفَىٰ مِمَّا يَخۡلُقُ مَا يَشَآءُۚ سُبۡحَٰنَهُۥۖ هُوَ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ

كه چېرې الله غوښتلى چې (څوك) زوى ونيسي نو خامخا به يې چې څه خوښه واى له هغه مخلوق نه چې پيدا كوي يې څه غوره كړى و، هغه لره پاكي ده، هماغه يو برلاسى الله دى.

خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۖ يُكَوِّرُ ٱلَّيۡلَ عَلَى ٱلنَّهَارِ وَيُكَوِّرُ ٱلنَّهَارَ عَلَى ٱلَّيۡلِۖ وَسَخَّرَ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَۖ كُلّٞ يَجۡرِي لِأَجَلٖ مُّسَمًّىۗ أَلَا هُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفَّٰرُ

آسمانونه او ځمكه يې په حقه پيدا كړي، هغه شپه پر ورځي ورتاووي او ورځ پر شپې ورتاووي او لمر او سپوږمۍ يې په كار لګولي دي، دا ټول به تر يوې ټاكلې نېټې چليږي خبر اوسئ هماغه برلاسى ډېر بخښونكى دى.