٢ : ٩٧
قُلۡ مَن كَانَ عَدُوّٗا لِّـجِبۡرِيلَ فَإِنَّهُۥ نَزَّلَهُۥ عَلَىٰ قَلۡبِكَ بِإِذۡنِ ٱللَّهِ مُصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَهُدٗى وَبُشۡرَىٰ لِلۡمُؤۡمِنِينَ
ووایه (اې محمده!) هر څوک چې د جبریل دښمن وي (نو ودې مري له قهره!) ځکه چې هغه (جبریل) نازل کړی دی قرآن ستا پر زړه په اذن (او حکم) د الله په داسې حال کې چې تصدیق کوونکی دی (دا کتاب) د هغو کتابونو چې پخوا له ده دی، او لارښوونکی دی او زیری ورکوونکی دی مؤمنانو ته.