Skip to content

«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».

له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي:

«شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي».

«يَأْتِي الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ: مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ مَنْ خَلَقَ كَذَا؟ حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَهُ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ وَلْيَنْتَهِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو پوښتنو په اړه چې شیطان پرې مؤمن ته وسوسې ور اچوي د مؤثرې درملنې څخه خبر ورکوي. شیطان به ووایي: دا فلانی چا پيدا کړی دی؟ دا فلانی چا پیدا کړی دی؟ ځمکه چا پیدا کړې ده؟ نو مؤمن به ورته د دين، فطرت او عقل له مخې پدې وینا سره جواب ورکړي چې: الله، خو شیطان د وسوسې اچولو لدې حد سره نه ودریږي، بلکې بل پړاو ته ځي تر دې چې ووایی: ستا رب چا پیدا کړی دی؟ بیا مؤمن په درېو کارونو سره دغه وسوسه له منځه وړي: په الله تعالی باندې په ایمان لرلو سره. او له شیطان څخه په الله جل جلاله باندې پناه وړلو سره. او په وسوسو کې له مخکې تللو څخه په ودرېدلو سره.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د شيطان له وسوسو او خطرونو څخه مخ اړول او د هغو په اړه فکر نه کول او د لرې کولو لپاره یې الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل.

هره هغه وسوسه چې د انسان زړه ته لویږي او د شریعت خلاف وي، هغه به د شیطان له لورې وي.

د الله تعالی په ذات کې د فکر کولو ممانعت، او د هغه په مخلوقاتو او نښانو کې په فکر کولو ټینګار.

مراجع
نور (7)

صحيح البخاري (4/ 123) (3276).

صحيح مسلم (1/ 120) (134).

إكمال المعلم (1/432).

المفهم (1/345).

فتح الباري (6/ 340).

طرح التثريب (8/163).

بهجة قلوب الأبرار (ص 27).