Skip to content

"د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:

"د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل".

«حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مسلمان په خپل مسلمان ورور باندې ځینې حقونه بیان کړي دي. له دغو حقونو څخه یې لومړی دا دی چې سلام ور وګرځوې چا ته چې سلام درته واچوي. دویم حق: د مریض پوښتنه کول او زیارت ته یې ورتلل. درېم حق: جنازې پسې یې له کوره تر هدیرې پورې تلل تر دې چې دفن شي. څلورم حق: د بلنې منل کله چې بلنه ورکړي لکه د واده ولیمې او یا داسې نورو ته. پنځم حق: پرنجي کوونکي ته ځواب وییل: داسې چې هغه کله د پرنجې پر مهال الحمد لله ووایي نو ورته ووایي چې: یرحمک الله (الله دې پر تا رحم وکړي) بیا به پرنجی کوونکی ووایي: یهدیکم الله و یصلح بالکم (الله تعالی دې تاسو ته هدایت وکړي او ستاسو حال دې سم کړي).

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د اسلام عظمت؛ د مسلمانانو تر منځ د حقوقو په تامین او د دوی تر منځ د ورورګلوۍ او محبت په ټینګولو کې.

مراجع
نور (12)

صحيح البخاري (2/ 71) (1240).

صحيح مسلم (4/ 1704) (2162).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (4/ 512).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 327).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

مجموعة من الباحثين (1/ 253).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (2/ 591).

بهجة قلوب الأبرار.

لابن سعدي (ص81).