Skip to content

"له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

"له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".

«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی چې کورونه له لمانځه څخه خالي شي، ځکه (بې لمانځه کورونه) هدیرو ته ورته وي چې لمونځ پکې نه کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.

د کلمو معناوې

ينفر: يصد ويعرض إعراضاً بالغاً.

د حديث له ګټو څخه

په کورونو کې ډېر عبادت او نفلي لمونځونه کول مستحب دي.

په هدیرو کې له جنازې پرته لمونځ کول ناروا دي؛ ځکه دا د شرک لپاره یوه وسیله او د مړو په حق کې غلو یعنې له حد نه اوړېدل دي.

د قبرونو تر څنګ لمونځ کول د صحابه کرامو په تایید سره منع شوی دی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلي ده چې کورونه لکه د هدیرو په څېر وګرځول شي چې لمونځ پکې نه کیږي.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (1/ 539) (780).

بهجة الناظرين.

لسليم الهلالي (2/ 240).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (4/ 682).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمصطفى الخِن وغيره (2/ 757).

مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.

لعلي القاري (4/ 1460).