٥ : ٢٤
قَالُواْ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدۡخُلَهَآ أَبَدٗا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَٱذۡهَبۡ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَٰتِلَآ إِنَّا هَٰهُنَا قَٰعِدُونَ
هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو.