٥ : ١١٤
قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلۡ عَلَيۡنَا مَآئِدَةٗ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدٗا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةٗ مِّنكَۖ وَٱرۡزُقۡنَا وَأَنتَ خَيۡرُ ٱلرَّٰزِقِينَ
عيسى د مريمې زوى وويل: اې الله زموږ ربه! له اسمانه يو دسترخوان را باندې رانازل کړه چې زموږ د ړومبيو او وروستيو لپاره خوښي (اختر) او ستا له خوا يوه نښانه وي او موږ ته روزى راكړه، ته ښه روزي وركونكى يې.