Skip to content
د سورتونو لړليک /

الصَّافَات

الصَّافَات is chapter ٣٧ of the Quran and has ١٨٢ verses. This page presents it in full in the Uthmani script, with a verse-by-verse translation of its meaning.

182 آيتونه د سورت شمېره ٣٧
آيت ته ورشئ
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفّٗا

قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.

فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرٗا

بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.

فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا

بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.

إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٞ

چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.

رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ

د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.