Skip to content
البَقَرَة /

آيت ١٢٦

٢ : ١٢٦

آيت ١٢٦ of البَقَرَة (٢ : ١٢٦). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

البَقَرَة آيتونه ٢٨٦
سورت · البَقَرَة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٢ : ١٢٦

وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِـۧمُ رَبِّ ٱجۡعَلۡ هَٰذَا بَلَدًا ءَامِنٗا وَٱرۡزُقۡ أَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلثَّمَرَٰتِ مَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُم بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ

او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم علیه السلام: اې زما ربه دا ښار (چې کعبه پکې ده) د امن ځای وګړځوه، او د دې له اوسېدونكو څخه هغه چا ته چې پر الله او اخرت ایمان لري، هغو ته له هر ډول مېوو څخه روزې وركړه، (الله) وفرمایل: او هر څوک چې کافر شو نو هغه ته هم لږه ګټه (د دنیا د ژوند) ورکوم، بیا به یې په زور د اور عذاب (جهنم) ته ورکاږم، او بد ځای د ورتلو دی (هغه اور).