Skip to content
780 احاديث

د نبوي احاديثو پوهنغونډ

پایلې فلټر کړئ

له 780 کارتونو 6

فلټرونه لرې کړئ

د حدیث درجه

هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، زما او زما د لمانځه او زما د قرائت تر منځه شیطان مداخله وکړه تر څو یې راباندې ګډود کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه»، وایي: دا کار مې وکړ، نو الله تعالی راڅخه لرې کړ.
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: اې د الله رسوله، زموږ څخه یو تن په خپل ځان کې داسې څه ویني - داسې یو څه ورته په خیال کې راځي چې- دا ورته غوره ښکاري چې سکروټې او ایره شي خو هغه څه یې چې په زړه کې تیریږي - په خوله یې ونه وایي، نو هغه وویل: «اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبرُ، الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه».
صحيح دی ابو داود او النسائي په السنن الکبری کې روایت کړی دی
رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي ، بیا د پنډ شوي سختې وینې په څېر شي، بیا د غوښې دیوې ټوټې په څېر - چې ژول شوي وي - وګرځي، بیا ورته ملاېکه راولېږل شي او د څلورو خبرو حکم ورته وکړل شي، نو د هغه رزق، اجل، عمل، نېکمرغي او یا بد مرغي ولیکي، بیا پکې ساه پوکړل شي، نو یو څوک به داسې وي چې د جنتیانو عملونه به کوي تر دې چې د هغه او جنت تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخکې شي او د دوزخیانو عمل به ترسره کړي او اور ته به داخل شي، او یو څوک به داسې وي چې د دوزخیانو عملونه به تر سره کوي، تر دې چې د هغه او د دوزخ تر منځه یو ګز واټن پاتې شي، نو تقدیر به پرې رامخته شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو جنت ته به داخل شي».
صحيح دی متفق علیه دی
«په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ سره ناست و چې له پاسه یې یو غږ واورېد، نو سر یې پورته کړ او ویې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه خلاصه شوې، له هغې څخه یوه ملايکه راکوزه شوه، ویې ویل: دا هغه ملايکه ده چې نن ځمکې ته راکښته شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه راښکته شوې، نو سلام یې وکړ او ویې ویل: تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
«خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلېږي، سر ته یې ګمارل شوي ملاېک وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې ملاېک وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي».
صحيح دی مسلم روايت کړی دی
"ملاېکې له هغه ټولي سره ملګرتیا نه کوي چې سپی یا ګونګرو (زنګ) وي پکې".
صحيح دی مسلم روايت کړی دی