"په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"په تاسو کې چې په چا جمعه راغله نو غسل دې وکړي".
«مَنْ جَاءَ مِنْكُمُ الْجُمُعَةَ فَلْيَغْتَسِلْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا ټینګار کوي چې د جمعې لمانځه ته ځي نو غسل کول ورته مستحب دي، لکه د جنابت لپاره چې غسل کوي.
د جمعې لپاره پر غسل کولو ټینګار، او دا چې د جمعې په ورځ د مؤمن لپاره غسل سنت دی او لمانځه ته د تللو پر مهال غوره دی.
پر نظافت او خوش بویۍ ټینګار د مسلمان له اخلاقو او آدابو څخه دي او خلکو سره د مخ کېدو او ناستې پاستې پر مهال پرې زیات ټینکار شوی دی، په ځانګړې توګه په مجلسونو او جماعتونو کې.
په دې حدیث هغه څوک مخاطب دی چې جمعه پرې واجب ده، ځکه چې همدی ورځي.
څوک چې د جمعې لمانځه ته ځي ورته مستحب دي چې پاک وي، نو غسل به کوي تر څو یې له بدن څخه بد بویي لاړه شي او خوش بویي به هم کاروي او یوازې اودس کول ورته هم بسنه کوي.
نور (8)
صحيح البخاري (2/ 81) (1294).
صحيح مسلم (1/ 99) (103).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
لعبد الله البسام (ص239).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (2/ 302).
الإلمام بشرح عمدة الأحكام.
لإسماعيل الأنصاري (1/ 192).