Skip to content

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ.

له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ.

بَايَعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَالنُّصْحِ لِكُلِّ مُسْلِمٍ.

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

صحابي جریر بن عبد الله رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پدې بیعت وکړ چې د الله جل جلاله یووالي به مني، له شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره به په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي، فرضي زکات به ورکوي چې له مالدارانو اخېستل کیږی او اړمنو غریباتو ته ورکول کیږی، او پدې چې د واکمنانو پیروۍ به کوي، هر مسلمان ته به نصیحت کوي، هغه ته به په خېر رسولو ټینګار کوي او په وینا او کړنو به ورڅخه شر دفع کوي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

د لمانځه او زکات اهمیت، او دا دواړه د اسلام له رکنونو څخه دي.

په مسلمانانو کې د خپلمنځي نصېحت ارزښت، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له صحابه کرامو سره بیعت کړی دی.

مراجع

(3/ 72) (2157).

نور (10)

صحيح البخاري (1/ 111) (524).

صحيح مسلم (1/ 75) (56).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 272).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص145).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (2/ 398).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 206).