"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
له اسامه بن زید رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)".
«مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې له هغه وروسته یې داسې فتنه او امتحان ندی پریښی چې د سړیو لپاره زیان رسوونکې وي لکه څومره چې ښځې دي، که چېرته یې له کورنۍ څخه وي، نو له شریعت څخه د سرغړونو له امله به د ده لپاره امتحان وي، او که ترې پردۍ وي نو د اختلاط او خلوت او هغه فسادونو له امله چې لدې دواړو څخه رامنځته کیږي د ده لپاره فتنه او امتحان وي.
...:
یو مسلمان باید د ښځو له فتنې څخه ځان وساتي او هره هغه لار باید بنده کړي چې د فتنې لامل ګرځي.
مؤمن باید په الله جل جلاله ملا وتړي، او له فتنو څخه د خوندي کېدو په هیله هغه ته پناه یوسي.
نور (5)
صحيح البخاري (7/ 8) (5096).
صحيح مسلم (4/ 2097) (2740).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (373).
فتح الباري لابن حجر (9/ 138).