Skip to content

چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».

له ابن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې وایي:

یو سړي وویل: اې د الله رسوله، آیا د جاهلیت په کړنو سره نیول کیږو؟ هغه وفرمایل: «چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي».

قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَنُؤَاخَذُ بِمَا عَمِلْنَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ؟ قَالَ: «مَنْ أَحْسَنَ فِي الْإِسْلَامِ لَمْ يُؤَاخَذْ بِمَا عَمِلَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ، وَمَنْ أَسَاءَ فِي الْإِسْلَامِ أُخِذَ بِالْأَوَّلِ وَالْآخِرِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په اسلام کې د داخلېدو فضیلت بیانوي، او دا چې چا اسلام قبول کړ او ښه مسلمان شو او صادق او رښتينی و؛ نو د جاهلیت په زمانه کې د ګناهونو حساب به ورسره نه کیږي، او چا چې په اسلام کې بدي وکړه؛ چې منافق و يا له خپل دین څخه مرتد شو؛ نو له هغه سره به د هغو عملونو حساب وشي چې په کفر کې یې کړي دي او هغه چې په اسلام کې یې له - بدو عملونو - څخه کړي دي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

هغه عملونو ته د صحابه کرامو - رضوان الله علیهم - پاملرنه او ورڅخه یې وېره چې د جاهلیت په وخت کې ترې صادر شوي دي.

په اسلام ثابت پاتې کېدلو باندې ټینګار.

په اسلام کې د داخلېدو فضیلت او دا چې د پخوانيو عملونو کفاره ده.

مرتد او منافق سره به د هر هغه عمل حساب کیږي چې د جاهلیت پر مهال یې تر سره کړي او د هرې هغې ګناه چې په اسلام کې یې کړي دي.

مراجع
نور (5)

صحيح البخاري (9/ 14) (6921).

صحيح مسلم (1/ 111) (120).

مشارق الأنوار على صحاح الآثار (2/229).

الكواكب الدراري (24/43).

عمدة القاري شرح صحيح البخاري (24/ 76).