"دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی ".
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی ".
«حُجِبَتِ النَّارُ بِالشَّهَوَاتِ، وَحُجِبَتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِهِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم واضحه کړه چې اور په هغو کارونو سره پوښل شوی دی چې نفس یې غواړي لکه حرام کارونه او یا په واجباتو کې غفلت کول. څوک چې نفس د خپلو خواهشاتو تابع کړي نو د اور مستحق دی. او دا چې جنت په هغو شیانو سره پوښل شوی دی چې نفس ترې کرکه کوي لکه د هغو کارونو تر سره کول چې امر پرې شوی وي، او د حرامو کارونو پرېښودل او ترې صبر کول، نو که چېرته یې ترې ځان وساته او د خپل ځان سره یې مبارزه وکړه نو جنت ته د ننوتلو مستحق ګرځي.
حُجبت: حُفت وأُحيطت.
په شهوتونو کې د ښکېل کېدلو یو لامل منکر او ناوړه کار لره د شیطان ښایسته کول دي، تر دې چې نفس ته ښایسته ښکاره شي او لورې ته یې تمایل پیدا کړي.
له حرامو خواهشاتو څخه د ځان ساتلو امر؛ ځکه چې دا د دوزخ لاره ده، او په سختیو صبر کول، ځکه چې دا د جنت لاره ده.
د ځان په وړاندې د مبارزې فضیلت او په عبادت کې زیار وېستل او د اطاعت په شاوخوا کې په ننګونو او سختیو صبر کول.
نور (15)
صحيح البخاري (8/ 102) (6487).
صحيح مسلم (4/ 2174) (2822).
سنن ابو داود (7/ 122) (4744).
جامع الترمذي (4/ 274) (2560).
سنن النسائي (7/ 3) (3763).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 449).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (2/ 87).
المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج.
للنووي (17/ 165).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 183).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمصطفى الخِن وغيره (1/ 134).