Skip to content

«هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره».

له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې:

«هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره».

«مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يُؤْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هیڅ داسې مسلمان نشته چې د فرض لمانځه وخت پرې داخل شي او په ښه توګه اودس وکړي او بشپړ یې کړي، بیا په عاجزۍ سره داسې لمونځ وکړي چې زړه او اندامونه یې ټول الله ته متوجې وي او د هغه عظمت یې په زړه کې حاضر کړی وي او د لمانځه کړنې لکه: رکوع، سجده او داسې نور بشپړ کړي، مګر دا چې دا لمونځ به یې د مخکنیو وړو ګناهونو لپاره کفاره وګرځي، تر دې چې لویه ګناه ونه کړي او دا فضیلت د تل لپاره په هر وخت او هر لمانځه کې دی.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

هغه لمونځ د ګناهونو لپاره کفاره ده چې بنده ورته په ښه ډول اودس کړی وي، په عاجزۍ سره یې ادا کړي او موخه یې یوازې د الله جل جلاله رضا وي.

په عباداتو کې د استقامت فضیلت او دا چې دا د کوچنیو ګناهونو د بخښنې لامل دي.

د ښایسته اودس او لمانځه فضیلت او دا چې خشوع پکې وشي.

د کوچنيو ګناهونو د بخښلو لپاره له لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو اهمیت.

لوی ګناهونه یوازې په توبه بخښل کیږي.

مراجع
نور (11)

صحيح مسلم (1/ 206) (228).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 257).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص611).

فيض القدير شرح الجامع الصغير.

لعبدالرؤوف المناوي (5/ 472).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (13/ 243).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

مجموعة من الباحثين (2/ 773).