٢٤ : ١٩
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ ٱلۡفَٰحِشَةُ فِي ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٞ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۚ وَٱللَّهُ يَعۡلَمُ وَأَنتُمۡ لَا تَعۡلَمُونَ
بې شكه هغه كسان چې په مومنانو كې فحشا خپرول خوښوي، د هغوی لپاره په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسي نه پوهېږئ.