Skip to content
البَقَرَة /

آيت ٢٤٩

٢ : ٢٤٩

آيت ٢٤٩ of البَقَرَة (٢ : ٢٤٩). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

البَقَرَة آيتونه ٢٨٦
سورت · البَقَرَة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٢ : ٢٤٩

فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِٱلۡجُنُودِ قَالَ إِنَّ ٱللَّهَ مُبۡتَلِيكُم بِنَهَرٖ فَمَن شَرِبَ مِنۡهُ فَلَيۡسَ مِنِّي وَمَن لَّمۡ يَطۡعَمۡهُ فَإِنَّهُۥ مِنِّيٓ إِلَّا مَنِ ٱغۡتَرَفَ غُرۡفَةَۢ بِيَدِهِۦۚ فَشَرِبُواْ مِنۡهُ إِلَّا قَلِيلٗا مِّنۡهُمۡۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُۥ هُوَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَعَهُۥ قَالُواْ لَا طَاقَةَ لَنَا ٱلۡيَوۡمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِۦۚ قَالَ ٱلَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَٰقُواْ ٱللَّهِ كَم مِّن فِئَةٖ قَلِيلَةٍ غَلَبَتۡ فِئَةٗ كَثِيرَةَۢ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّٰبِرِينَ

نو کله چې طالوت سره له لښکرو وخوځېد، نو ویې ویل: بېشکه الله تعالی ازمویونکی ستاسي دی په یوې ویالې (نهر) سره نو هر هغه څوک چې (اوبه) وڅکي له هغې ویالې (نهر) څخه نو نه دی زما له تابعدارانو څخه، او هر هغه څوک چې ونه څکي دا (اوبه) نو بېشکه زما له تابعدارانو څخه دی. مګر هغه څوک چې اخلي یوه لپه اوبه په لاس خپل سره، نو وڅښلې دوی (ټولو) له هغې (ویالې) مګر (ونه څښلې) لږو له دوی څخه، نو کله چې تېر شو له هغې ویالې نه دی (طالوت) او هغه کسان چې ایمان لرونکي وو له ده سره، دوی (وروستو پاتی کیدونکو) وویل: نشته طاقت موږ لره نن ورځ د جالوت او د ده د لښکرو د مقابلې، وویل هغو کسانو چې یقین يې و (په دې) چې بېشکه دوی ورتلونکي دي الله تعالی ته، ډېر (ځلې) وړه ډله غالبه شوې په ستره ډله د الله په حکم سره، او الله تعالی دی خاص مددګار د صبرناکو خلکو.